د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې سپارل شوې دي. د لغمان والي وايي، چې په یادو پروژو کې علیشنګ ولسوالۍ کې د شربت خېل، شمرام او د میاصاحب دیرې کانالونو او سربندونه، د وطن ګټو محافظوي دیوال او د میل کندې محافظوي دیوال د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. نوموړي وویل، چې د یادو پروژو پرمټ به د سیمې ۶۵۰۰ جریبه خړوبه شي، چې د ۹ میاشتو لپاره ۱۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. په ورته وخت کې بیا د لغمان اقتصاد رییس جان محمد حامد وویل چې لغمان کې د لسګونه پروژو په تطبیق سره زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او د بنیادي او دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره یې مختلفې پروژې پلان کړي چې ډېر ژر به عملي شي.
































