له نږدې دوه نیمو کلونو ځنډ وروسته فلای دوبۍ، نړيوال هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا ځلې پيلوي. په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي، چې تر اوږدو بحثونو او هڅو وروسته یې، فلای دوبۍ نړيوال هوايي شرکت، پر دې قانع کړی چې سر له راتلونکې اونۍ افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پيل کړي. د صدرخېل په وینا دغه نړیوال هوايي شرکت به، افغانستان ته په ورځ کې دوه الوتنې ولري. د ویلو ده چې د تېر نظام له پرځېدو وروسته ټولو نړۍوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې وځنډولې.
































