د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي د لور نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د روښانه افغانستان راتلونکی په نجونو پورې تړلی دی. په همدې حال کې د بشري حقونو په برخه کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي چې افغان نجونې باید خپلې هیلې له لاسره ورنه کړي. بل لورته تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې دوی به هیڅکله د افغان نجونو د زده کړو له ملاتړ لاس وانه خلي. د ډېکر په خبره، افغان نجونې اوس دوی ته د لومړیتوب په توګه پاتې دي.
































