د خوست د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې دي. د خوست ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ او د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت ملي پروګرام له لارې د یادو پروژو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د خوست د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس عنایت الرحمن جلالي وویل، چې په دغو پروژو کې د ۵۰ زره ۸۲۰ مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د ۵ زره ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو رغول او کرېړاچول او د ځمکو د خړوبولو لپاره د ویالو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول شامل دي، چې په جوړېدو سره به یې د خلکو شته ستونزې حل شي. د یادو پروژو په پیل سره ۱۹۵۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
































