د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له پاکستانه تر څلورو زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې پرون ۴۰۲۶ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي. د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۴۵۷ کورنۍ او په جبري ډول ۲۶ اېستل شوي کسان چې ټولټال ۲۶۶۷ تنه کېږي هېواد ته راستانه شوي دي. د دې ترڅنګ د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۱۶ کورنۍ چې ټولټال ۱۳۵۹ تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. ویل کېږي، چې راستنې شوې کورنۍ د دغو ولایتونو په کډوالو ادارو کې له ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان ته معرفي شوي دي.
































