د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکو له لوري په دغې ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ پرانېستل شوه. دغه ښوونځی د مالستان ولسوالي په کمرک کلي کې جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی. پر یاد ښوونځي درې نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۱۲۰۰ نجونو او هلکانو ته پهکې د زدهکړو زمینه برابره شوې. د غزني د پوهنې رییس سیدمیر نصیراحمد حسیني د یاد ښوونځي د پرانېستلو پر مهال د سیمې له خلکو د یاد ښوونځي د جوړېدو له امله مننه وکړه. له دې وړاندې هم د یاد ولایت په مالستان، جاغوري، اندړ او جغتو ولسوالیو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او لویې لارې رغولې دي.
































