د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سندرغاړو یو موټر اوبو ته غورځېدلی چې له امله یې اووه تنه مړه شوي دي. دغه راز د پښتونخوا په سوات کې هم د واده یو موټر یوې کندې ته لوېدلی چې ۲۵ کسان پکې ژوبل شوي دي. د پنجاب میواله کې د سندرغاړو موټر د شپې اوبو ته هغه وخت غورځېدلی چې د موسیقۍ له یوه پروګرام ستنېدل. پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې مړي له اوبو اېستل شوي دي.
































