د خوړو او کرنې نړیوال سازمان استازې کاستوب «دیوالي» په مشرۍ ګډ پلاوي د میدان وردګو له والي سره ۱۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په هکله وکتل. په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو سپینه سره وېشل کېږي. «دیوالي» د یاد ولایت مقام له رهبري او کرنې ریاست څخه مننه وکړه چې د بشري مرستو په وېش کې یې له دوی سره پوره همکاري کړې ده. هغې زیاته یې کړه چې په تېرو دوه کلونو کې یې په میدان وردګو کې د یاد سازمان مرستې د تېر په پرتله دوه چنده شوې او په راتلونکي کې پلان لري چې یادې مرستې لانورې هم ډېری کړې.د میدان وردګو والي د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له استازو و غوښتل تر څو د اوبو مهارولو لپاره چک ډېمونه جوړ کړي څو له يوې خوا کروندګرو ته د د محصولاتو لپاره اوبه پیدا شي او له بل لوري ته د سېلابونو را وتلو مخنیوی وشي.
































