د سعودي عربستان حکومت وایي د هغو کسانو اووه ورځنی کرنټین پیل شوی دی چې د حج په مراسمو کې د برخه اخیستو لپاره ورغلي دي. عرب رسنۍ وایي چې له ۱۶۰ بېلو ملتونو خلک دغه مراسمو ته ورغلي دي، شمېر محدود دی، ورغلي کسان به ټول اووه ورځې کرنټيڼ وي، ټولنیز واټن به مراعات کوي او د کرونا د پراختیا د مخنیوي په اقداماتو کې به همکاري کوي. دوی به همدا راز د حج د مراسمو تر پای ته رسېدو وروسته بیا هم د اوو ورځو لپاره کرنټین کېږي.
































