قزاقستان وايي، د ساراګاش له لارې یې په ریلګاډي کې افغانستان ته د صادراتو لپاره ټاکلی هدف نه دی پوره کړی. د قزاقستان د ریلګاډي ادارې غوښتل، چې د سږ کال تر روان اکتوبر پورې افغانستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته ۶ لکه ۷۰۰ زره ټنه سوداګري مال صادر کړي خو د دې نیمايي مال یې صادر کړی دی. سرچینې د صادراتو د دغه کمښت دلیل نه دی روښانه کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ریلګاډي اداره په پرله پسې ډول د دوی په وسیله د سیمې هېوادونو سره د اقتصادي تعاملاتو د زیاتیدو خبر ورکوي.
































