چین وايي چې د هرات له زلزله ځپلو سره ۳۰ میلیونه یوانه، چې څه باندې ۴ میلیونه ډالره کېږي بشري مرسته کوي. دا خبره پرون د چین د نړیوالې پراختیا د همکارۍ ادارې ویاند کشو وي وکړه. ده وویل، چې په دې پیسو به د هرات زلزله ځپلیو ته بیړنۍ بشري مرستې برابرې شي. د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون پرون په یوه بیان کې د هرات زلزله ځپلو سره له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه، او وې ویل چې ۱۲۰ میلیونه سویسي فرانکه یې غوښتې و چې یوازې په سلو کې ۳۶ یې ورکړل شوي دي.
































