د بهرنيو چارو سرپرست وزير د افغانستان لپاره د ترکيې نوي سرپرست سفير جنګ اونال سره په لیدنه کې د ګډو تاریخي، دیني، کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړيکو په لا پیاوړتیا خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې سرپرست وزیر هيلهمندي ښودلې، چې کابل کې د ترکیې نوی سفیر به د افغانستان او ترکيې د اړيکو په لا پراختيا او پياوړتيا کې مهم ولوبوي. دغه راز په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر د هرات له زلزله ځپلو سره د خواخوږي ترڅنګ د مرستو زیاتوالي یادونه کړې او زیاته کړې يې ده، چې د افغانستان او ترکيې د اړيکو پراختيا لپاره به هر راز هڅې وکړي.
































