د هرات په زلزلهځپلو کلیو کې د قربانیانو د ژغورنې او له خاورو را ایستلو پنځه ورځني عملیات پای ته رسېدلي دي. یو شمېر زیانمن شوي چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي، له سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې غواړي چې سرپناه ورته جوړه کړي. په همدې حال، د قزاقستان مرستندویه ډله د وروستي ځل لپاره په ویجاړیو کې پلټنې کوي تر څو د زلزلې هیڅ یو قرباني تر خاورو لاندې پاتې نه وي. د ژغورنې عملیاتو پای ته رسېدو سره، د قزاقستان، ترکیې، ایران او چین په ګډون د ځینو هیوادونو او همداراز مرستندویه بنسټونو له لوري په ویجاړو شویو کلیو کې د مرستو لړۍ دوام لري. په ټولو زیانمنو کلیو کې زلزله ځپلو ته خېمې، کمپلې او خوراکي توکي ویشل شوي دي خو د سیمې اوسېدونکي، د حکومت له لوري د دایمي سرپناه د جوړېدو غوښتنه کوي. په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله د ویجاړو شویو کلیو اوسېدونکي، د بېړنیو مرستو له نه رسېدو اندېښمن دي. دوی د ژوندانه د لومړنیو امکاناتو لرې او بې سرپناه پاتې دي.
































