د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وایي چې په هرات کې د زلزلې له کبله د زیانمنو شویو ۹۶زره ماشومانو سره د مرستو لپاره یې د ۲۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده. یونیسف وايي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به ۲۰۰زره کسانو ته حیاتي مرستې ورسېږي، په دې کې ۹۶زره هغه ماشومان هم شامل دي، چې په بد وضعیت کې د هرات په زلزلې ځپلیو سیمو کې ژوند کوي. ملګري ملتونه وايي په هرات کې د مړه شویو ۱۰۰۰ کسانو څخه یې ۹۰سلنه ماشومان دي. د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې په دغو زلزلو کې څه باندې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي دي. یونیسف وايي چې په دغو ۲۰ میلیون ډالرو باندې به اړمنو خلکو ته ضروري وسائیل اخلي، د نس ناستې ناروغۍ، د سوء تغذیه ماشومانو او له پېښې څخه وروسته د خلکو رواني درملنه کوي او د زنده جان په ولسوالۍ کې به ۱۴۰۰ کورنیو ته نقدي مرستې برابروي. یونیسف ویلي دي چې د ماشومانو لپاره به د زده کړو موقت مرکزونه هم پرانیزي. دغه اداره وايي چې د ژمي په را رسېدو سره د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه ډېره اندېښمنه ده.
































