سترې محمکې د هرات له زندان څخه د لسګونه زندانيانو د خوشې کولو د پرېکړې خبر ورکړی دی. سترې محکمې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د انساني ترحم او شفقت له مخې د هرات له عمومي زندان څخه څه د پاسه ۴۷۳ هغه زندانیان آزاد شي، چې د حبس کمه موده يې کمه پاته ده. د سرچينې په خبره د جنوب لويديځ زون د تفتيش يوه ۳ کسیز پلاوي ته دنده سپارل شوې وه، چې د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړي د زندان او زندانيانو وضعیت لـه نږدې څخه و ارزوي او په اړه یې معلومات شریک کړي. په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ياد پلاوي د دوه ورځنۍ ارزونې په پايله کې معلومه شوه، چې د هرات زندان ودانۍ ته د زلزلې له امله زيان رسېدلی دی او د نړېدو خطر لري.
































