د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې، د هرات زنده جان ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو بهیر هلته د شدیدو بادونو له امله ځنډېدلی دی. د یادې ټولنې پر ټویټر پاڼه لېکل شوي چې، یاده ولسوالۍ کې د دوی لخوا درول شوې خیمې او مرستندویه مرکزونه په دغو پېښو کې اغېزمن شوي او د کورنیو د ساتنې په موخه د نایب رفېع سیمې ۲۵۶ کورنۍ د هرات ولایت باباجي کمپ ته لېږدول شوي دي.
































