د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې نن لسګونو کسانو د اسراییلو د بریدونو پر ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکي له اسلامي هېوادونو او ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د اسراییلو د ظلم پر وړاندې ودریږي. دوی مرګ په اسراییلو، او مرګ په غربي نړۍ شعارونه له ځانه سره بدرګه کول. لاریون کوونکي وایي چې ژر تر ژره باید په غزه کې د اسراییلو هوایي بریدونه ودرول شي او د مسلمانو له وژلو دې لاس واخستل شي.
































