د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، بې قانونه کډوالو ته د اکټوبر تر وروستۍ نېټې ور کړل شوې موده کې کوم سازش نه کېږي. سرفراز بګټي ویلي، دا پرېکړه یوازې د افغانانو نه، بلکې په پاکستان کې د ټولو بې قانونه کډوالو لپاره شوې ده. د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی. د راپور له مخې، سرفراز بګټي ویلي،کوم کډوال چې د نومبر تر اولې وځي ودې وځي، له هغه وروسته ور سره کوم جوړجاړی نه کېږي. د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي. د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان کډواول په هکله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي.
































