د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه، چې په یو ساعت کې یو ټن پنبه تولیدوي. د دې فابریکې مسوول زبیح الله عادل وایي ، یاده فابریکه یې د څلورو میاشتو په موده کې جوړه کړې چې شاوخوا ۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده. د هلمند د سوداګرۍ خونې غړی حاجي ګوهر رهنما هم وايي، په دغه ولایت کې صنعت د ودې په حال کې دی او ډېری کروندګرو پانګونې ته مخه کړې. د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د دې ډول فابریکو جوړېدل مهم بولي او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کوي. په دې فابریکه کې په کار بوخت کسان وايي، خوښ دي چې په داسې سختو شرایطو کې ورته د کار زمینه برابره شوې.
































