په ختیځ کې د پولیو واکسینو د کمپاین مسوولین وایي چې دغه کمپاین نن پیلېږي او له نورو کمپاینونو سره یې توپیر دا دی، چې په دې کې د کرونا د پراختیا د مخنیوي لپاره واکسین کوونکو ته ځانګړې روزنه هم ورکړل شوې ده. چارواکي وايي چې دغه کمپاین به په راتلونکو دوو میاشتو کې د هېواد په څوارلسو ولایتونو کې دوام کوي. دا تر ډېره هغه ولایتونه دي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته دي. دغه کمپاین داسې مهال پيلېږي چې روان کال تر دې دمه د پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان له هغو ګوتو په شمار هېوادونو دی چې تر دې دمه پکې پولیو ویروس په بشپړه توګه نه دی ورک شوی.
































