د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې تر ټولو لوړه بییه ښځې او ماشومان پرې کوي. رینا امیري تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو ونډه او زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو اړتیا ډېره جدي ده. ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خلکو صندوق استازي، جیم نادال هم ویلي، ښځې ځکه ډېرې زیانمنې شوي چې په کورونو کې د ماشومانو پر پالنې بوختې وې او ډېری نارینه د کارونو لپاره ایران ته تللي وو. د ناروې د کډوالو کمېټې هم د خپلو موندنو پر بنسټ د هرات په زلزله کې د ماشومانو د ډېری مرګژوبلې خبر ورکړی دی.
































