د راپورونو له مخې د مشرانو جرګې د شکایتونو کميسیون د مرکزي بانک سرپرست اجمل احمدي لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړی دی. د شکایتونو کمیسیون رییس زلمي زابلي ویلي، چې احمدي له یوې نیمې میاشتې راهیسې د قانون خلاف په مرکزي بانک کې په ادلون بدلون او د ځینو کسانو په لرې کولو لاس پورې کړی دی. پر اجمل احمدي تر دې مخکې هم نیوکې شوې دي او په ټولنیزو رسنیو کې ترې ګڼ شکایتونه موجود دي. کاروونکي وایي چې هغه د بانک له کارکوونکو سره ناوړه چلند کوي او ټوله ورځ په خپلسرو پرېکړو بوخت دی.
































