په بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یوتن مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس حکمت الله محمدي وايي، چې پېښه د یاوان ولسوالۍ په سرصفحه سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو پیکپ ډوله موټر له سړکه واوښت. له بلې خوا په غزني ولایت کې سیمه ییز چارواکی په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او د دوو ښځو په ګډون درې تنه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د سړکونو د خرابۍ او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله د هېواد له بېلابیلو سیمو څخه وخت ناوخت د دې ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.
































