ټاکل شوې چې نن د پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کړي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند په پلازمېنه ډیلي کې پیلیږي. افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ بنګله دیش او هندوستان ته په ډېر تفاوت بایللي او اوس د نومرو په جدول کې وروستی مقام لري. انګلستان چې خپله لومړۍ لوبه یې نیوزیلینډ ته بایللې وه، په دویمې سیالۍ کې بیا بنګله دېش ته نسبتاً لویه ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې لوبډلې یې تر لوبې یوه ورځ وړاندې هم د لا ښه چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي دي.
































