هرات کې د نن سهار زلزلې له امله یو تن مړ شوی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس ویلي، چې ټول ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. د امریکا د ځمک پيژندنې اداره وايي، د زلزلې لومړی ټکان د ریښتر په کچه ۶،۴ درجې او د زلزلې دویم ټکان تر لومړي شاوخوا شل دقیقې وروسته و چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې و. د زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار په ۳۶ کیلومترۍ کې ښودل شوی او د دویم ټکان مرکز د هرات ښار په ۲۶ کیلومتری کې ښودل شوی.
































