د هرات ولایت د سمنټو پروژې تړون د کانونو وزارت او یو کورني شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاد تړون د ۳۰ کلونو لپاره دی او ټاکل شوې چې ګټونکی شرکت پرې ۱۴۲ میلیونه ډالر پانګونه وکړي چې په ترڅ کې به یې ۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شي. هغه زیاته کړې چې، د کانونو او پټرولیم وزارت روان ۱۴۰۲ کال کې د ۴۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو تولید د دریو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.
































