د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره د قطر او ملګرو ملتونو د همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې محمد عبدالرحمن آل ثاني، د افغانانو د ملاتړ لپاره د قطر موضوع او په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره د ملګرو ملتونود هڅو په اړه هم خبرې اترې کړي دي.
































