د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکز د اتلولیو په سیالیو کې، سعودي عربستان ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو درېیم مقام یې خپل کړ. د والیبال د فډراسیون چارواکي وايي چې د دغې څانګې لوبغاړو نن سعودي عربستان ته ۳-۰ له پایلې سره ماتې ورکړه او د شپږو ګډونوالو هېوادونو په منځ کې یې درېیم ځای ځایګی ترلاسه کړی دی. د اسیا د مرکز زون د اتلولۍ سیالۍ، د سریلانکا په کوربتوب جوړې شوې وې.
































