روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵۵۰۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا ویروس اخته دوه تنه مړه شوي او ۲۲ نور بیا تر رغېدو وروسته بېرته له روغتونونو رخصت شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا وبا له امله ۱۱۸۳ تنه مړه شوي او ۲۳۶۶۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
































