د افغانستان لپاره د جاپان پخوانی سفیر تاکاشي اوکادا له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. هغه دغه راز د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د یونیسف په همکارۍ د ۱۶۰ ښوونځیو د جوړېدو خبر ورکوي. په افغانستان کې د جاپان مخکیني سفیر ویلي، چې که د افغانستان اوسني چارواکي د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې د غوښتنو پربنسټ حکومتولي وکړي، له نړۍوالې ټولنې سره به د افغانستان اړیکې زیاتې شي. تاکاشي اوکادا، ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ غوښتنو ته پام وکړي. د جاپان مخکینی سفیر دغه راز له سرپرست حکومت غواړي، چې د افغانستان په خاوره کې له ترهګرو ډلو سره مبارزه زیاته کړي.
































