د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې په سیمه کې حالات ډیر نازک دي. حسين امير عبداللهيان ویلی، چې چين بايد په غزه کې د اسرایيل د بریدونو د مخنيوي لپاره له خپلې وړتیا څخه کار واخلي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې، حالات ډیر خطرناک او د اندیښنې وړ دي او هره شېبه له کنټرول څخه د حالاتو د وتلو احتمال شته. د هغه په وينا، که د اسراييل بريدونه ونه درول شي، هېڅوک د کړکېچ د پراخېدو مخه نه شي نیولی. په دې خبرو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د شته نازکو حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې نړیواله ټولنه باید په ولسي وګړو د بریدونو مخالفت وکړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې په دې اړه مسوولیت واخلي او خپل ذاتي مسولیت دې ترسره کړي.
































