د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې ډزو لس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. سپوټنیک اژانس د واشنګټن ډي سي د پولیسو له خولې ویلي چې یو وسله وال کس د یاد ښار په شمال لویدیځ سیمه کې پر خلکو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي. د پولیسو په خبره، وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلی دی خو د موندلو په موخه یې پلټونکي عملیات دوام لري. تر اوسه د پېښې علت معلوم نه دی. د یادونې ده چې د تور پوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته د امریکا له تر ټولو امن ځایونو څخه هم د ناکراریو راپورونه ورکول کېږي.
































