ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په لوېدیځ کې له ۱۱۴زرو زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده. دا خبره د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې راغلې ده. د اوچا اداره وايي، د زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره یې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر د ۲۰۲۴کال تر مارچ پورې یو پلان ترتیب کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې د هرات زلزله ځپلي بېړنیو موقتي سرپناوو، خوړو، نغدي مرستو،پاکو اوبو او حفظ الصحې ته اړتیا لري. اوچا وايي، د ژمي په راتلو سره د زلزله له امله اغېزمن خلک ګرمو جامو،کمپلو او د تودوخې وسایلو ته اړتیا لري.
































