د پاکستان حکومت له تېرو پنځو ورځو راهیسې د چمن – سپین بولدک ویش دروازه باندې د تګ راتګ شرایط سخت کړي او هغو کسانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان کاغذي پیژندپاڼې ورسره وي. په سپین بولدک کې د د افغان حکومت د کمیسارۍ چارواکو د پاکستان د دغه ګام په غبرګون کې د هغو زرګونو کسانو چې هره ورځ د کرښې له بلې غاړې ویش بازار ته کاروبار لپاره ورځې، بند کړي دي. د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، چې د روان اکتوبر وروسته به ټول افغانان ورتګ لپاره پاسپورټ او ویزې ته اړتیا ولري. د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی وايي د دې پریکړې د پلي کولو لپاره به په کندهار کې خپل قونسلي چوپړونه پراخ کړي. پاکستان له افغان حکومته هم غوښتي، چي ډیورنډ کرښې ته څېرمه سپین بولدک کي د ویزې د ورکړې اسانتیاوې رامنځته کړي.
































