روسیه کې انتونوف-2 ډوله الوتکه له شپږ تنه سپرلۍ سره یو ځای ورکه شوې ده. د روسي چارواکو په خبره، دا الوتکه له پرواز شاوخوا یو ساعت وروسته له راداره ورکه شوې ده. د چارواکو په وینا، سره له دې چې څو چورلکي او یوه الوتکه د لټون عملیاتو کې برخه لري خو تر اوسه د ورکې شوې الوتکې هیڅ څرک نه دی لګېدلی. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې پیلوټ د پرواز مقررات تر پښو لاندې کړي او الوتکه یې له همغږۍ پرته هوا ته پورته کړې ده.
































