ایران کې د نسکورې شوې الوتکې تور بکس د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې لوستل شوی دی. د ایران د تهران نظامې محکمې ویلي چې په دغه هېواد کې د اوکرایني نسکورې شوې الوتکې تور بکس پاریس ته لېږدول شوی او هلته د هغو هېوادونو د استازو په حضور کې لوستل شوی دی چې په یاده الوتکه کې یې اتباع قرباني شوي دي. د یادونې ده چې د ایران د سپاه پاسداران له لوري د ویشتل شوې مسافر وړونکي الوتکې په قربانیانو کې د ایران په ګډون د امریکا، اوکراین، کاناډا، سویډن او افغانستان اتباع شامل وو. ایران دا تور بکس وروسته تر هغه پاریس ته لېږلی دی چې په اشتباهې توګه د یادې الوتکې د ویشتل کېدو په تړاو یې د شواهدو وړاندې کولو ژمنه کړې وه.
































