د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ډانیل پیټر انډرس ویلي، چې په هرات کې د پرلهپسې زلزلو له امله شاوخوا ۴۳ زره کسان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي دي. د نوموړي په وینا په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۹۳ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د هرات د زلزلهځپلو وضعیت ته رسېدنه وشي. اخوا، د هرات زلزلهځپلي وايي، په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په هرات کې د دغې زورورې زلزلې له امله، تر دې دمه څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ تنه مړه او لسګونه کلي په کنډوالو بدل شوي دي. په هرات کې په تېرو لسو ورځو کې مرګونې او زورورې زلزلې د دغه ولایت ډېری برخې لړزولې دي.
































