د کرکټ په نړیوال جام کې چې په هند کې روان دی، نن افغانستان له نیوزیلنډ سره لوبه لري. د افغانستان کرکټ بورد ویلي، چې افغان لوبډله د دغې لوبې لپاره د هند چینای ښار ته رسېدلې ده. دا به په دغه جام کې د افغانستان څلورمه لوبه وي. افغان لوبډلې په درېیمه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه، خو لومړۍ او دویمه لوبه یې بنګلهدېش او هند ته وبایلله.
































