پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت «پيایاې» پرون کله چې د پاکستان دولتي تېلو «پی اېس او» د نه تادیه شويو پورونو له امله اکمالات لغوه کړل؛ نو دغه شرکت د تېلو د کمښت له امله خپلې ۱۴ نړۍوالې او کورنۍ الوتنې لغوه کړې. دغه دولتي هوایي شرکت چې حکومت یې د خصوصي کولو اعلان کړی، په سلګونو میلیارده روپۍ پوروړی دی. د «پیایاې» ویاند عبدالله خان رسنیو ته ویلي چې د تېلو نشتوالي د دوشنبې په ورځ د الوتنې عملیات خورا اغېزمن کړل او دوی د تېلو د کمښت له امله د سې شنبې په ورځ ۱۴ الوتنې لغوه کړې. «پیاېساو» د تادیاتو مسلو له امله د تېلو ورکړه بنده کړې ده او اوس یوازې د نغدو پیسو غوښتنه کوي. خان په راتلونکو ورځو کې د نورو الوتنو د لغوه کېدو خبرداری هم ورکوي.
































