د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له دغه ولایته بهرنیو هیوادونو ته د انارو صادرات پیل شوي دي، او تر دې مهاله یې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، د کندهار انار د خوند او ښه کیفیت درلودلو له امله په نورو هېوادونو کې ډېر مینه وال لري، او دغو هېوادونو ته یې د صادراتو غوښتنه زیاته شوې ده. بل خوا د کندهار ولایت د انارو بڼوال د انارو د سږني کال د حاصلاتو څخه ډیر راضي نه ښکاري. دوی وايي، سږکال د نورو کلونه پرتله د انارو حاصلات کم شوي دي. بل خوا سوداګر وايي، د انارو د صادراتو لپاره یې په سیمه کې لوی مارکیټ پاکستان دی خو پاکستان ډیری وختونه په کندهار کې د تازه میوو د حاصلاتو پر مهال د سپین بولدک پر دروازه ستونزې جوړوي. سوداګر غوښتنه کوي چې د کندهار د انارو او نورو محصولاتو د صادراتو لپاره د پاکستان پرته بدیلې لارې ولټول شي.
































