د لوګر ولایتي چارواکي وايي، چې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ لپاره د درې پوړیزې ودانۍ د جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د خروار ولسوال وايي، چې د دې درې پوړیزې ودانۍ په جوړېدو سره به یې، په اداري او نورو برخو کې شته ستونزې حل او چارې به یې د پخوا په پرتله په ښه ډول پر مخ ولاړې شي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې په تېر کې دې ولسوالۍ ته په کافي اندازه کار نه دی شوی، او له سرپرسته حکومته یادې ولسوالۍ ته د پاملرنې غوښتنه کوي. په تېره کې خروار ولسوالي د سختو جګړو شاهده وه، چې له امله یې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
































