د کابل ښار د ۱۸سمې حوزې دشت برچي سیمه کې د یو مارکېټ پارکینګ کې د چاودنې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند، ویلي چې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو سیمه کې ۳ عرادې موټر تخریب شوي دي او زیاته کړې یې ده چې د پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي دي.
































