په پاکستان کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې پاکستان تېره میاشت یوازې څه باندې ۷ زره افغان کډاولې کورنۍ پر تورخم دروازه خپل هېواد ته شړلې دي. د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، ټولې ۷۱۶۲ کورنۍ چې د ټولو افرادو شمېره یې ۴۰,910 ته رسېده، افغانستان ته تللي دي. د کونسلګرۍ يو چارواکي ویلي، د تېرو څو ورځو راهسې په تورخم هره ورځ له په ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي. هغه ویلي، زياتې کورنۍ د پنجاب صوبې او خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه بېرته روانې دي او په دوی کې زيات هغه خلک دي چې قانوني اسناد نه لري. له دې سره افغان کډوال شکایت لري چې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره بیا هم نیول کیږي، ځورول کیږي او شړل کیږي. د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پاکستان د راتلونکې میلادي میاشتې پيل وروستی مهلت ټاکلی او ویلي چې ټول ناقانونه کډوال دې تر دغې نېټې له پاکستان څخه ووځي.
































