د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په هرات کې زلزله ځپلو ته د ګرمو خوړو د برابرولو لپاره د څو پخلنځایونو د پرانیستلو خبر ورکوي. دې پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ښځو د ځواکمن کولو او وږو کسانو ته د خوړو برابرولو لپاره یې په هرات کې ۱۵ ټولنیز پخلنځایونه فعاله کړي دي. د دې پروګرام په وینا، د دغو پخلنځایونو له لارې یې د اکټوبر له اتمې نېټې راهیسې د هرات له پنځه زره زیاتو زلزله ځپلو اوسېدونکو ته ګرم خواړه برابر کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام پرون وویل چې د هرات د زلزلو له زیانمن شویو سره د خوړو مرسته کوي، خو په بېړني ډول ۱۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري تر څو زیانمن شویو سل زره کسانو ته خواړه برابر کړي.
































