د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د ناروې له سفیر، پاول کلومان بکن او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د زلزله ځپلو سیمو او روغتیايي سکټور د لومړیتوبونو او د روغتیايي برخې د همکارانو ترمنځ پر ښې همغږۍ او د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هرات له زلزله ځپلو سره د نړیوالو همکارانو چې هغوۍ ته یې د روغتیایي خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې ونډه اخیستې وه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ټیمونو امکاناتو او همدارنګه د مرستندویه سازمانونو هلې ځلې وې، چې د زلزله ځپلو سیمو ته په ډېر بېړني ډول روغتیايي خدمتونه ورسېدل. د ناروې سفیر د عامې روغتیا وزارت سره په نړیواله کچه د اړیکو پراختیا اړینه بللې او ویلي یې دي، چې هېواد یې غواړي د عامې روغتیا وزارت سره په نړیواله کچه د اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړي.
































