ولسي جرګې د حکومت له لوري د ملي دسترخوان په نامه له اړمنو سره د مرستې له پروګرام سره مخالفت کړی دی. په یاده جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو د نن ورځې په عمومي غونډه کې ویلي، دا پروګرام شفاف نه دی او پلي کېدل به یې یو ځل بیا پراخ فساد ته لار هواره کړي. د ولسي جرګې د بودجې او مالي کمیسیون رییس میر افغان صافي ویلي، د دغه پروګرام پیلول له ملت سره ستره جفا ده او دوی له مالیې وزارت څخه جدي غوښتنه کوي چې له هر ډول جوړجاړي دې لاس پر سر او دا پروګرام دې نه پلی کوي. هغه ګواښ کړی دی چې که دا پروګرام د ملي شورا له مشورې پرته پیل شي په راتلونکي کې به یې مسوولیت د حکومت پر غاړه وي، خو حکومت بیا وایي دا پروګرام د بې وزلو لپاره پیلوي او ټول یې باید د ښه پلیتابه لپاره هڅې وکړي.
































