د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې تېره ورځ د تاجکستان بشري مرستو جوپه هم را ورسېده. دا مرستې د کندز ولایت د مزار ـشیرخان بندر له لارې هېواد ته را رسېدلې دي. له یادو مرستو سره د تاجکستان راغلي استازي صاحب جان زیادلوف ویلي چې هېواد یې د هرات له زلزله ځپلو سره ۳ زره او ۲۰۰ ټنه مرسته چمتو کړې. د هغه د مالوماتو له مخې، په دې مرسته کې سون توکي، خیمې، د خوب لپاره کمپلې، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه او د اړتیا وړ نور توکي شامل دي. د هغه په خبره، دا مرستې شاوخوا یو نیم میلیون ډالره ارزښت لري او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې په زلزله ځپلو ووېشي. بل لورته د کندز چارواکي هم له یادو مرسته مننه کوي او وايي، هڅه یې دا ده چې ژر تر ژره یې هرات ته ورسوي.
































