د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډالو لپاره یې د ننګرهار ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې د لنډمهالي پنډغالي جوړولو چارې پیل کړې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، یاد پنډغالي کې به د ۵۰۰ کورنیو لپاره ځایونه جوړیږي چې د خوراکي توکو سربېره به پکې غیر خوراکي توکي او درمل هم وېشل کیږي.
































