د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، هغه کسانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکوي، چې قانوني وي او ویزې ولري. نوموړي ویلي، د ایرانیانو او افغان کډوالو تر منځ د اختلاف رامنځته کول د منافقینو کار دی. وحیدي ویلي، ځینې ایرانیان د کډوالو د تنظیم په اړه اندېښنه لري چې دا اندېښنه د منلو وړ ده او کډوال به تنظیم شي. نوموړي تر دې مخکې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتېدو په پایله کې د ایراني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ د شخړې پړه د استخباراتي کړۍبللې وه. ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د ټولو ناکراریو او اعتراضونو مسوولیت د نورو هېوادونو پر استخباراتي ادارو اچوي.
































