د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه غوښتي، چې هغو افغانانو ته په خپلې خاورې کې د اوسېدو اجازه ورکړي چې د خوندیتوب په لټه کې دي. څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې هغه افغانان به شړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یو خبري کنفرانس کې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له دغو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي. د میلر تر څرګندونو مخکې د امریکا شاوخوا ۸۰ پخوانیو دیپلوماتانو او د کډوالو د ادارو استازو په یو ګډ لیک کې له پاکستان څخه وغوښتل، چې هغه افغانان ونه شړي چې امریکا ته د تګ لپاره په پاکستان کې د ویزو په انتظار دي. امریکا داسې مهال دا خبره کړې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې په شاوخوا دوو اونیو کې له پاکستان څخه څه باندې ۳۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شويدي.
































